اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) چین پاکستان او هند ته وئيلي دي ھغوي بايد د صبر او تحمل نه كار واخلي او ټولې تصفيه طلب مسئلې هوارولو له زر تر زره مذاكرات پېل كړي۔ دا خبرې د چين د خارجه وزارت وياند چنګ شوانګ د نهې په ورځ د خبري بريفنګ په مهال كړې۔ ده ووئيل ٬ دواړه د آسياء مهم هېوادونه دي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو استحكام سيمه ايز امن ٬ استحكام او پرمختګ لپاره ضروري دے ٬ سوئيلي آسيا كښې صورتحال په عمومي توګه مستحكم دے ٬ دا وضعه په مشكله سره جوره كړې شوې او دا په ځائ ساتل د ټولو اړوندو ډلو ذمه واري ده۔ پاکستان كښې د سعودی عرب د سرمايه كارۍ او د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دورې ذكر كولو سره وياند ووئيل چين په دې خوشحالېږي چې پاكستان سعودي او نورو سره د ملګرتيا تګ راتګ او مرستې لپاره اقدامات كوي۔ ده ووئيل سي پېك د بېلټ اېنډ روډ د اقدام پائلټ پراجېكټ دے ٬ چين شريكې استفادې له مشاورت او مرستې له لوظي دې۔ وياند ووئيل تېر كال د چين سټېټ قونصلر او خارجه وزير وانګ يې د پاكستان دوره كړې وه چې پكښې په سي پېك كښې د درېم شراكتدار لپاره سلا راغلې وه٬ د دې اقدام مقصد دا ٶ سي پېك څخه نه يوازې چين او پاكستان ته ګټه ورسي بلكې سيمه ايزې اقتصادي مرستې ته وده وركړې شي دغسې چې د پرمختګ شريك اهداف ترلاسه كول ممكن كرې شي۔ ده ووئيل چين پاكستان سره د مشاورت او د رائيو د اتفاق په بنياد د درېم فريق مرستې له چمتو دے