وفاقی کابینې د شهباز شریف د اړخه د پی اے سی چیئرمېن چوكۍ د بدعنوانۍ مقدمو په ضد د ډھال په توګه په ګارولو اندېښنه څركنده كړه

APP42-07 ISLAMABAD: February 07 – Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 07 فروری (اے پی پی) وفاقی کابینې د شهباز شریف د اړخه د پی اے سی چیئرمېن چوكۍ د بدعنوانۍ مقدمو په ضد د ډھال په توګه په كارولو د اندېښنې څركندونه كولو وئېلې دي لايد په اخلاقی توګه شهباز شریف د پی اے سی چیئرمېن چوكۍ څخه استعفیٰ وركړي، وفاقی کابینې د تيرو دوو مياشتو په مهال د سوئی ګاز په اووربلنګ ایکسټرنل آډټ عبدالرحمن وړائچ د ډيټ پالیسی آفس ډائریکټر جنرل او د آډټ اوور سائیډ بورډ تشکیل نو سره طارق خان د بورډ مشر غوره كړې دې ٬ دغسې سیّد وقار الحسن له د پی ټی ډی سی د ايم ډي درېو مياشتو لپاره د اضافی چارج وركولو منظوری ئې وركړې ده ٬ کرتارپور راهداری كښې د پرمختګ چارو څارنې له د پنجاب ګورنر په مشرۍ كښې او د ضروروت څيزونو لكه د غلې بيعه كښې استحکام راوستلو له د دفاع وزير پرویز خټك پھ مشرۍ كښې خاص كمېتۍ جوړې كړې شوې، وزیراعظم عمران خان سی ډی اے څخه د وفاقی پايه تخت ودانو ته د معذورانو رسنې باورې كولو له د اقداماتو په اړه راپور غوښتې دې، وزیراعظم د فاټا سيمو لپاره په عملی اقداماتو تندولو زور راوړې ، عدلیه په بشپړه توګه آزاده ده ، حکومت او پوځ ترمينځه د تاریخ ښه كوآرډینېشن شته او دا به روان ساتلې شي۔ د زيارت پھ ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د کابینې غونډې نه پس ميډيا ته بریفنګ وركولو ٬ ده ووئيل وفاقی کابینې د شهباز شریف د اړخه د پی اے سی چیئرمېن چوكۍ د بدعنوانۍ مقدمو په ضد د ډھال په توګه په ګارولو د تشویش څركندونه كړې، شهباز شریف چې كله راهسې د پی اے سی چیئرمېن جوړ شوې د خپل دفتر د لارې د نیب کیسونو پلټنو څخه بچ دے، د دومره لوي کیس سره شهباز شریف اسلام آباد كښې ناست دے او اوس هڅه كوي چې سعد رفیق د پی اے سی غړې جوړ كړې او هغه لپاره هره ورځ پروډکشن آرډر ترلاسه كړي، ده غوښتنه وكړه په دې ټول صورتحال بايد شهباز شریف په اخلاقی توګه د پی اے سی چیئرمېن چوكۍ څخه جلا شي۔ ده ووئيل د شماريات ادارې د اړخه وفاقی کابینې ته د ضرورت څيزونو او غلې بيعه كښې د كمې او زياتوالې په اړه تفصیلی بریفنګ وركړې۔ د شماريات ادارې ووئيل نومبر 2013ء كښې د مسلم لیګ (ن) حکومت وړومبنو 6 مياشتو كښې ګراني 5.8 فیصده زياته شوې ؤه ٬ دغسې پھ 2018ء كښې د پی ټی آئی حکومت په وړومبنو 6 مياشتو كښې 1.4 فیصده زياتوالې راغلې، د ٬ فواد چوهدري ووئېل وزیراعظم عمران خان د ضرورت څيزونو بيعه كښې استحکام راوستلو له د دفاع وزير په مشرۍ كښې کمېټی جوړه كړې، دا کمېټي به د شماریات ادارې سره په ګډه د فارمولې بيا د سره جاج اخلي دغسې صارفینو اسانيو لپاره به د بيعو پھ اړه موبائل ایپ هم معارفي كولې شي۔ ده ووئيل وفاقي كابينې د سوئي ګاز بلونو كښې د زياتوالي په معامله هم غور كړی٬كابينې پريكړه كړې چې د تېرو دوو مياشتو په مهال د بېلنګ انټرنل آډټ به كولې شي او د سوئي ګاز د ټاكلې سلېبز جاج به اخستلې شي۔ده ووئيل وزيراعظم د هاؤسنګ اينډ وركس وزير ته سپارښتنه كړې چې په اسلام آباد كښې د وزيرانو انكليو پشمول سركاري استوګنو كښې د غېر قانوني قبضه ګرو په ضد د فرق نه غېر كاروائي كولو سره هغه خلاصې كړي۔وزيراعظم د كابينې غوڼډې په مهال دا سپارښتنه هم كړې چې د تجارت وزير دې د كډوالو لپاره د روزګار موقعو له نيګټو لسټ زر تر زره جوړولو سره كابينې ته وړاندې كړي۔حكومت د كډوالو ډاډګيرنه كول غواړي۔ده ووئيل وفاقي كابينې د كرتار پور راهدارۍ كښې د ډوېلپمنټ وركس څارنې لپاره كمېټي جوړه كړی۔ د كومې مشري به چې د پنجاب ګورنر كوي ٬ سكه ورورولي دلته د ډوېلپمنټ هوټلينګ پشمول نورو څانګو كښې سرمايه كاري كول غواړي٬پھ دغې ټولو چارو به دا كمېټي نظر ساتي٬وفاقي وزير فواد چوهدري ووئيل وزيراعظم د كابينې په تېره غونډه كښې د اسلام آباد په ټولو ودانو كښې د معوذورانو رسنې له د ا