وزیراعظم عمران خان سره د لبنان وزيراعظم سعد الدين رفيق الحريري وليدل۔ لبنان كښې د نوي حكومت په جوړولو مباركي او د قومي حكومت كاميابۍ له د نېكو هيلو څرګندونه

دبئی ۔ 10 فروری (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان سره د لبنان وزيراعظم سعد الدین رفیق الحریری دبۍ كښی د ورلډ ګورنمنټ سمټ په موقع ملاقات وكړو۔ د وزیراعظم آفس لخوا جاري كړې شوي بيان ترمخه عمران خان د لبنان وزيراعظم ته لبنان كښې د نوي حكومت په جوړولو مباركي وركړه او لبنان كښې د قومي حكومت كاميابۍ له ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې مهال د لبنان وزيراعظم خپل پاكستاني همڅنګ عمران خان ته ټاكنو كښې په كاميابۍ او د وزيراعظم منصب په سنبالولو مباركي وركړه۔ دواړو لارښود دوه اړخيزه تجارت كښې د زياتوالي په حاجت زور راوړو۔ وزیراعظم عمران خان لبنانی کمپنیو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركړه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل په دې سختو حالاتو كښې د لبنان سلامتيا او استحكام باوري كولو له د لبنان حكومت پورته كرې ګامونه د قدر وړ دي او زه د لبنان حكومت سره د يو والي څرګندونه كوم