وزیراعظم اېف بی آر ته د ټیکس وركونكو لپاره آسانۍ باورې كولو، ټیکس نه وركوونكې او د ټيكس غله اولس ته په ډاګه كولو سپارښتنه وكړه

APP76-19 ISLAMABAD: February 19 - Prime Minister Imran Khan chairing a meeting on steps to enhance revenue collection by FBR at PM Office. APP

اسلام آباد 19 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان فیډرل بورډ آف ریونیو (ایف بی آر) ته د ټیکس وركونكو لپاره آسانۍ باورې كولو، ټیکس نه وركونكې او د ټيكس غله اولس ته په ډاګه كولو امر كړے دے ٬ ده په باقاعدګۍ ټیکس ووركونكې زؤرولو په ځائې د ټيكس غلو او نه وركونكو ته د پام لرنې امر كولو سره وئيلي دي د ټيكس غله د قام او هېواد دښمنان دي، د هغوي سره دې هيڅ ډول رعایت اونه كړې شي۔ ده دا خبرې د نهې پھ ورځ هېواد كښې د محصولات راجمع كولو په لړ كښې حکومتی اقداماتو په اړه د مهمې غونډې مشري كولو سره وكړه۔ غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر، د ِ اطلاعات وزير چوهدری فواد حسېن، د ريونيو دوهم وزير حماد اظهر، د وزيراعظم وياند ندېم افضل چن، خاص مرستيال افتخار درانی، د اېف بی آر چیئرمېن جهانزیب خان او نورو افسرانو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال د اېف بی آر چیئرمېن د ټیکس راجمع كولو ، د ټیکس بنیاد پراخه كولو او ټيكس نه وركونكو څخه د ټیکس وصولۍ لپاره د شوو نوو اقداماتو څخه وزیرِ اعظم خبر كړو۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د ِ وصولولو وړ ټیکسونه راجمع كولو لپاره دې جدیده تګلاره خپله كړې شي دغسې چې ټيكس نه وركونكې د ټيكس په نيټ كښې راوستلې شي او هلته د ټيكس وركونكو لپاره اسانۍ پيدا كړې شي۔ ده ووئيل د ټيكس غلو په ضد د فرق نه غير کارروائی وكړي۔ د غونډې په مهال وزیراعظم ته وئيلې شول د هائی نیټ ورتھ 6 زره څخه زياتو کیسونو ټېكس غور روان دے كومو څڅه چې د دوه اربه څخه زيات آمدن تر لاسه كېدو هيله لرو، تر اوسه په هغوي كښې 1.3 اربه وصولی شوې ۔ وزیراعظم خبر كړې شو چې د معلومات او تحقیقات په 66 کیسونو كار روان دے كوم څخه چې تر اوسه 1.5 اربه څخه زياته وصولی شوې ۔ بهر هېوادونو كښې د جائیدادونو (آف شور اثاثه جات) کیسونو كښې تر اوسه 6 اربه څخه زياتې واجب الادا ټيكسونه راجمع كړې شوي۔ غونډې ته وئيل شول سیکشن 214 ای ترمخه 1.573 اربه روپۍ وصولی كړې شوي۔ وزیراعظم له بریفنګ وركړې شو چې د اېف بی آر د اړخه تر اوسه د 2000 پلازو میپنګ شوې دغسې د 2500 څخه زيات پوائنټ آف سیل څخه د ِ وصولولو وړ ټیکس راجمع كولو لپاره خودکاره نظام لګولې شوې۔د اېف بی آر د نوو اقداماتو ترمخه د 24.818 اربه روپو وصولۍ هيله لرو دغسې په دې كښې تر اوسه 11.882 اربه روپۍ وصول کړې شوې دي