وزيراعظم عمران خان سره د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان وليدل

اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د شورو په ورځ ملاقات كړے ۔د وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د صوبې پرمختيائي چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د ملاقات په مهال د خزانې صوبائي وزير تيمور سليم جهګړا٬د بلديات وزير شهرام تركئي او د سېلګرۍ او كلتور وزير عاطف خان هم موجود وو۔)