هند پلوامه پېښه بنياد جوړولو سره نړۍ ته دھوكه وركوي۔ پاكستان دې پېښې سره هېڅ تعلق نه لري۔ هند ويرېدو سره په پاكستان تورونه لګوي، هيله ده چې سعودي ولي عهد به د هند دورې په مهال په كشمير خبره وكړي۔ د نړۍ د بشري حقونو ترټولو لويه ستونزه دا مهال مقبوضه كشمير كښې ده۔ د آزاد جموں وكشمير اولس مشر سردار مسعود خان خبري كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي هند د پلوامه پېښه بنياد جوړولو سره نړۍ ته دھوكه وركوي۔ پاكستان دې پېښې سره هېڅ تعلق نه لري۔ هند ويرېدو سره په پاكستان تورونه لګوي، هيله ده چې سعودي ولي عهد به د هند دورې په مهال په كشمير خبره وكړي۔ د نړۍ د بشري حقونو ترټولو لويه ستونزه دا مهال مقبوضه كشمير كښې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ آزاد جموں وکشمیر ھاؤس كښې د برطانيې پارلماني غړي ناز شاه سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل هند د كشمير د آزادۍ تحريك ته د ترهګرۍ رنګ وركول غواړي۔ نړۍ ته د هند ناوړه مقصدونه معلوم شوي دي۔ ده د ناز شاه مننه وكړه چا چې برطانيه كښې په هر يو پلېټ فارم د كشميريانو حقونو له خپل غږ پورته كړې دې۔ ده ووئيل هند د پېلټ ګنز د لارې 6 زره نه زيات كشميريان نظر څخه محروم كړې دي۔ ده ووئيل د پلوامې پېښې څخه سمدستي وروستو تور په پاكستان لګول د غېر ذمه وارۍ څرګندونه ده۔ ده ووئيل د دې پېښې پاكستان سره هېڅ تعلق نشته۔ ده ووئيل په سمجھوتھ اېکسپرېس پېښه كښې هم هند په خپله ككړ وو د دغې ئې تر دې دمه ځواب نه دې كړې۔ ده ووئيل هند تر دې دمه په مقبوضه كشمير د قبضې په مهال 5 لكه كشميري وګړي شهيد كړې دي۔ ده هيله ولرله چې د سعودي ولي عهد به د هند دورې په مهال هندي مشرتابه سره په كشمير خبره وكړي۔