كويت د غېر ملكيانو په پاسپورټ د اقامې سټيكر ختم كړو

كويت سټي 20 فروري(اے پي پي)په كويت كښې د مېشته غېر ملكيانو پھ پاسپورټ به د اقامې سټيكر نه لګې۔د العربيه نيوز له مخې كويت سټي كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې د كويت د كورنيو چارو دوهم وزير شېخ خالد الجراح ووئيل د وزارت ماتحت څانګې او نورو اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې په كويت كښې د مېشته غېر ملكيانو په پاسپورټ به د اقامې سټيكر نه لګې۔د دې په ځاې به د اقامې كارډ جاري كولې شي۔ده ووئيل په پريكړه عملدرآمد به ډېر زر پېل كړې شي۔