شاه سلمان د غير ملكيانو غیر قانونی كاروبار ختمولو لپاره د 16 سكیمونو منظوری وركړه

ریاض 19 فروری (اے پی پی) خادم حرمېن شریفېن شاه سلمان بن عبدالعزیز د ځائې كسانو په نامه د غیرملكیانو كاروبار ختمولو لپاره د 16سكیمونو منظوری وركړې ده۔ د سعودی نشریاتی ادارې له مخې د شاهی فرمان ترمخه 10 سركاری ا دارې به په بيلو څانګو كښې د غير ملكيانو غیرقانونی كاروبار ختمولو او سعودی وګړو له د كاروبار موقعو وركولو كمپائن ترسره كوي۔ د 10 اسكیمونو بنیادی مقصد په هره يوه څانګه كښې د سعودی وګړو په نامه د غیرملكیانو كاروبار سره د هېواد معیشت ته رامخې ته شوې مسئلې حل كول ، ترسیل زر چارې منظم كول ، نجی ادارو كښې شرح نمو ښه كول ، د سعودی وګړو لپاره ښې نوكرۍ راپيدا كول او د سرمایه كارۍ ډاډګيرنه كول دي