د چین امریکې اقتصادی خبرې به په 21 فروری واشنګټن كښې پيل شي

بیجنګ 20 فروری (اے پی پی) د چین او امریکې ترمينځه د اعلی پائې اقتصادی خبرو اترو دوه ورځنې دور به پھ 21 فروری د امریکې پايه تخت واشنګټن كښې پيل شي۔چائنا راډيو انټرنیشنل له مخې د امریکې حکومت په بلنه د چین اولس مشر شی جن پنګ خاص استازي ، د چین کمیونسټ ګوند مرکزی کمېټۍ سیاسی بیورو غړي ، دوهم وزیر اعظم او د چین امریکې كوټلو خبرو اترو لپاره د چین پلاوي مشر به د واشنګټن دورہ کوي او هغه به د 21 نه تر 22 فروری د امریکې تجارتی نمائنده رابرټ هیز راور او د خزانې وزیر منوچن سره د 7م دور خبرې اترې كوي۔