د چوهدري فواد حسېن د پاكستان هاٶس تر سېوري لاندې نړيوال كنفنرنس ته وېنا او ميډيا سره خبرې

اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د اسلام آباد هائیکورټ د نواز شریف په طبی بنیادونو د ضمانت درخواست رد كول سمه او قانوني پرېكړه كړې ده ٬ د څو لسيزو راهسې په اقتدار كښې پاتې كېدونكي وائي چې زمونږ علاج دې د پاكستان په روغتونونو كښې نه بهر هېواد كښې وكړې شي٬ دوي يوازې د پاكستان وزيراعظم جوړېدل غواري٬ د عدالتي پرېكړې نه پس د ډيل يا ډهيل آثر هم زائل شوې ٬ زما د وزارت بدلېدو په خبرونو مسلم ليګ (ن) زيات خوشحاله دے٬ زه د اطلاعات وزير پاتې شم يا نه خو زما رفتار او د احتساب عمل به هم دغسې جاري وي٬ زه چې څومره عزت لرم ھغه د وزیراعظم عمران خان په وجه دے٬ وزیراعظم چې څنګه وائي هغسې به كوم٬ د نېب په قوانین كښې د بدلون مقصد غلو ته كلين چټ وركول نه دي بلكې لا فعاله او مستحكم كول دي٬ هند ته وړانديز كوٶ چې ھغوي د كشمير د مسئلې هواري لپاره يو قدم كه راواخلي مونږ به دوه واخلو٬ کشمیر د هند برخه وه او نه ده او هم نه جوړېدې شي٬ اسلامي نړۍ ملګرو ملتونو ته سترګې نيولې چې كله به ملګري ملتونه د كشمير كشالې او فلسطين مسئلو هواري لپاره عملي ګامونه پورته كوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ د پاكستان هاٶس تر سېوري لاندې نړيوال كنفنرنس ته وېنا او ميډيا سره كړې۔ ده ووئيل د سندھ روغتونونه د خورشید شاہ ملګرو او شتمندو لپاره فائيو سټار هوټل او بې وسو لپاره جهنمونه دي ، د سندھ وګړو له ښه ده چې د سركاري روغتونونو په ځائ په كور ټيكه ولګوي۔ په دې موقع د آزاد كشمير اولس مشر مسعود خان ،د ناروے پخواني وزيرواعظم کېجل مېګني بونډایوك ، د آل پارټیز حریت کنفرنس کنونیئر عبداللہ ګیلاني ،د حریت لارښود یاسین ملك كورودانې مشعال ملك ،د پاکستان هاٶس ډي جي اطهر جاوېد ،د پاکستان ہاٶس د بورډ آف ډائرېکټرز چیئرمېن د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ پخواني چیئرمېن جنرل (ر) احسان الحق هم وېنا وكړه۔ د دې نه وروستو خبريالانو سره په خبرو كښې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د اسلام آباد هائیکورټ د نواز شریف په طبی بنیادونو د ضمانت درخواست باندې سمه او قانوني پرېكړه كولو سره د نواز شريف خواست رد كړې ٬ د قانون له مخې داسې ممكنه هم نه ده ، د اسلام آباد هائیکورټ د شرجیل مېمن کېس هم په دې بنياد رد كړې ٶ۔ ده ووئيل د نورو كېسونو غوندې دا كېس هم زمونږ حكومت نه دې جوړ كړې ٬ د نېب چيېرمېن په مشرۍ كښې اداره د كرپشن كېسونو پلټنې كوي٬ پي ټي آئي خو په نېب كښې نائب قاصد هم نه دے بهرتي كړې٬ اوسني حكومت يوازې نېب ته غېر جانبداره پلټنو لپاره چاپيريال وركړې ۔ ده ووئيل د نېب پخوانې چيئرمېن قمر الزمان چوهدري او د ھغه ډله د مسلم ليګ (ن) الائنس جوړوٶ٬ د نون ليګ په دور كښې د مركزي بانك ګورنر ٬ د نېشنل بانك او اېس اي سي پي په مشرۍ كښې په مني لانډرنګ كښې شراكت دار وو۔ ده ووئيل اولس هم دا غوښتنه كوي چې لوے لوے غلو ته بېړۍ په پښو كړې شي٬ ۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل هند ته وړانديز كوٶ چې ھغوي د كشمير د مسئلې هواري لپاره يو قدم راواخلي مونږ به دوه قدمه اخلو٬ کشمیر د هند برخه وه او نه ده او هم نه جوړېدې شي٬ ده ووئېل اسلامي نړۍ ملګرو ملتونو ته سترګې نيولې چې كله به ملګري ملتونه د كشمير كشالې او فلسطين د مسئلو هواري لپاره عملي قدم پورته كوي۔