د پیپلز ګوند شریك چیئرمېن آصف علی زرداری خبرې کنفرنس

APP11-20 ISLAMABAD: February 20 – PPPP Co-Chairman Asif Ali Zardari addressing a press conference at Zardari House. APP photo by Afzaal Chaudhry

اسلام آباد 20 فروری (اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند شریك چیئرمېن آصف علی زرداری وئيلي دي كه هند د پاکستان په ضد څه جارحیت وكړو نو په زړه پورې ځواب به وركولې شي، پوځ ، اولس او سیاسی قوتونه يو موټې دي، د سعودی شهزاده د راتګ هركلې كوو، د سندھ اسمبلۍ سپیکر كه نيول وؤ نو هغه به ئې د سندھ څخه نيولې ؤ، نه زه د زندانونو څخه نه يرېږم او نه بلاول ، هغه زما او د بينظیر بھټو زوے دے، د سعودی شهزاده پھ راتګ مخالف ګوندونو له بلنه نه دې وركړې شوې چې ورسره جمهوریت کمزورې شوې، فضل الرحمن كه په مارچ كښې لاريون كوي نو پیپلز ګوند به ئې ملګرتيا كوي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د شورو په روځ بلاول هاؤس كښې پخواني وزیراعظم راجه پرویز اشرف، د سېنېټ پخواني چیئرمېن نیئر حسېن بخاری، شیری رحمن، ډاکټر نفیسه شاہ، قمر زمان کائرہ او عامر فدا پراچه او نورو سره خبرې کنفرنس ته خطاب کښې وكړه۔ آصف زرداری ووئيل د کشمیر صورتحال د وخت تېرېدو سره مشكل كېږي، داسې حالات زما په دور كښې هم وؤ خو مونږ د پاتې نړۍ سره پھ ګډه بیك ډور ډپلومیسی سره د تاؤ ترېښوالې معامله حل کړه۔ده ووئيل هند دې واوري اوس د وخت تقاضې نورې دي، كه د پاکستان په ضد د څه ډول جارحیت ارتکاب وكړې شو نو پھ زړه پورې ځواب به وركولې شي، ده ووئېل ټول قام، سیاسی قوتونه د خپل پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔ ده ووئيل قام له باور وركوم چې كه د هند سره داسې څه معامله راغله نو مونږ به د حکومت ملګرتيا كوو،دا مهال ټوله نړۍ كښې پاکستان د يو سازش ترمخه يوازې كولې شي، بايد حکومت هڅه وكړي چې داسې اقدامات وكړي چې ورسره انټرنېشنل ډپلومیسی او مهذب هېوادونه ملګرتيا وكړي۔ ده ووئيل سعودی عرب سره د ورورولۍ اړيكې لرو، د سعودی شهزادہ پاکستان ته راغلې په دې خوشحاله شوې يو ، مونږ د هغه هركلې كړې۔ ده ووئيل د سندھ اسمبلۍ سپیکر نيولې شوې،كه د هغه پھ ضد کیسونه وؤ نو هغه به ئې د سندھ څخه نيولې ؤ، هغه ئې د اسلام آباد څخه ولې نيولې۔ ده ووئيل د عدالت پريكړې وړاندې هم زما پھ ضد راغلې ، اوس به هم راځي مونږ به هغه قبلوو، ده ووئېل مونږ ادارې قوي كول غواړو، د عدالت پريكړې منو، مونږ د قاضيانو تنخاګانې زياتې كړې ، د دې دا مقصد نه ؤ چې هغوي له مراعات وركړو بلکه مونږ غواړو چې ښه وكيلانو له ترغیب وركړې شي چې خپلې چارې په ښھ ډول ترسره كړې۔ ده ووئيل نيب چې څومره هم کیسونه جوړ كړي مونږ به پكښې وړاندې كېږو، كه زندان ته تلل وي نو دا ما لپاره نوې خبره نه ده ، اصف زرداري ووئېل بلاول هم زما او د بينظیر بهټو زوے دے او هغه به په مړانه د مشکلاتو مقابله كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مولانا فضل الرحمن زمونږ ملګرې دې كه هغه كوم تحریك چلوي نو مونږ ئې ملګرتيا كوو