اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) د پېښور زلمي سرلوبغاړې ډېرن سيمې وئيلي دي د پي اېس اېل څلورم اېډيشن به د روان كال تر ټولو غوره ټورنامنټ ثابت شي۔ د خالي په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ادعا وكړه چې زما لوبډله پېښور زلمې د دې ټورنامنټ ګټلو بشپړه صلاحيت لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د يوې لوبډلې په توګه مونږ پي اېس اېل ټورنامنټ لپاره تياري كړې ده او په دې لړ كښې تر دې دمه زمونږ پرېکټس سېشنز ډېر ښه پاتې شوي دي۔