د پورټ قاسم آئل ټرمینل جوړولو منظوري وركړې شوې٬ اوسنې ټرمينل به لا ښه كولو سره زر فعال كړې شي۔ سیّد علی حېدر زېدي

اسلام آباد 11 فروری (اے پي پي) هېواد كښې د توان حاجت له مخې د پورټ قاسم آئل ټرمینل جوړولو منظوري وركړې شوې ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه د مېري ټائم افيئرز وفاقي وزير سیّد علی حيدر زېدي د پاكستان پټروليم او ګاز انټرنشنل كنفرنس په مهال خپلې وېنا كښې وكره۔ ده ووئيل د اوسني حكومت د سپېځلو پاليسو له امله د روانو او نوو منصوبو په اړه غوره پرېكړې روانې دي ٬ ده ووئېل تېرو واكمنو د شمېرو لوبه كړې ٬ مونږ ادارو كښې اصلاحات لپاره كار كوٶ۔ علي حېدر زېدي ووئيل اوسنې ټرمينل به ښه كولو سره زر فعاله كړې شي۔ ده ووئيل په دې خبره نه پوهېږو چې د ساهيوال كول پاور پورټس لرې ولې جوړ كړې شوې۔ ده ووئيل د اېل اېن جي نوي ټرمينل جوړولو لپاره كوټلې لائحې ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره د مېري ټائم افېېرز وزارت بشپړ كردار تر سره كوي