د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د اسلامي پوځي اتحاد مشر جنرال(ر)راحيل شريف ملاقات

پینډۍ 11 فروری (اے پی پی) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د اسلامي پوځي اتحاد مشر جنرال(ر)راحيل شريف ملاقات كړې۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې٬د سيمه ايزې سلامتيا او استحكام په چارو غور وكړی شو۔د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د اسلامي پوځي اتحاد هڅې ستائېلې دي