د پاكستان كركټ بورډ تر سيوري لاندې د پاكستان سپر ليګ 4م پرانسته دوبئي كښې وشوه

دبئي 14 فروري (اے پي پي) د پاكستان كركټ بورډ تر سيوري لاندې د پاكستان سپر ليګ 4م ﴿پي اېس اېل﴾ پرانسته دبئي كښې وشوه٬ د دبئي په لوبغالې كښې رڼاګانې خپرې شوې٬ د پرانستې په دستوره كښې ملكي او غېر ملكي هنرمندانو د خپل فن څرګندونه هم كوله۔ د پاكستان سپر ليګ 4م پرانستې په مهال لوبغالې د كركټ كتونكو نه كچه كچ ډك و۔ د پرانستې په دستوره كښې يو شمېر پاكستاني حكومتي چارواكو هم ګډون وكړو۔ په دستوره كښې د پاكستان يو شمېر هنرمندانو چې پكښې جنون بېنډ٬ آئمه بېګ او فواد خان٫ زيك افريدې او ګل پاڼې هم شامل دي٬ د خپل فن څرګندونه وكړه۔ دستورې ته د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن احسان ماني وېنا وكړه او وې وئيل سپرليګ د پاكستان د لوبو تر ټولو لوي ايونټ دے۔ ده د ټولې نړۍ څخه د راغليو كركټ شائقينو هركلې وكړو او وې وئيل په دومره ښائسته دستوره كتلو خوشحاله شوم۔ د پاكستان كركټ بورډ په ملاتړ كولو د شېخ زېد بن النهيان مننه كوم۔ د يادونې وړ ده په پي اېس اېل 4م كښې شپږ لوبډلې ګډون كوي چې پكښې اسلام آباد يونائيټډ٬ لاهور قلندر٬ پېښور زلمي٬ كوئټه ګلېډېئټر٬ ملتان سلطان او كراچې كنګز شاملې دي۔ د پي اېس اېل وړومبې مېچ د لاهور قلندر او د دفاعي چېمپئن اسلام آباد يونائېډ ترمېنځه كېږي ۔ په پي اېس اېل 4م كښې به 21 مېچونه په عرب امارات كښې او 8 مېچونه پاكستان كښې كېږي چې پكښې به درې په لاهور او پېنځه په كراچې كښې كېږي۔ د پي اېس اېل 4م فائنل مېچ به د مارچ په 17مه نېټه كراچې كښې كېږي۔ (م ع/ض ض/ګ ل/2218)