د پاكستان سره په حراست كښې يو هندې پائېلوټ دے۔د پاك پوځ وياند ميجر جنرل آصف غفور

اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی)د پاك پوځ وياند ميجر جنرل آصف غفور وئېلي دي د پاكستان په حراست كښې يو هندي پائېلوټ دے۔د آئي اېس پي آر له مخې ميجر جنرال آصف غفور په خپل ټوېټ كښې وئېلي دي د پاكستان په حراست كښې يو هندي پائېلوټ دے د كوم چې نوم ابهے نندن دے۔هندي ونګ كمانډر ابهے نندن سره ملټري روايات او د اخلاقي اقدارو له مخې سلوك كېږي۔