د وېسټ انډیز او انګلېنډ لوبډلو ترمينځھ اولنې يو ورځنې نړيوال كركټ مېچ سبا كېږي

برج ټاؤن ۔ 18 فروری (اے پی پی)د وېسټ انډیز او انګلېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځھ د 5 يو ورځنو نړيوالو مېچونو سيريز اولنې مېچ سبا د شورؤ په ورځ برج ټاؤن كښې كېږي۔ دې څخه وړاندې كوربه لوبډلې انګلشن لوبډلې ته د درې ټېسټ مېچونو په سيريز كښې 2-1 سره ماتې وركړې وه۔ د انګلېنډ لوبډله كوربه ټيم ته ماتې وركولو سره د بدل اخستلو عزم لري۔ بلخوا كوربه لوبډله د ټېسټ په ډول يو ورځنيو مېچونو كښې هم انګلېنډ ته ماتې وركول غواړي۔ له دې كبله هيله ده چې كتونكو ته د يوې سختې مقابلې ليدلو موقع ترلاسه شي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دوهم مېچ به د فرورۍ په 22 مه نېټه ٬ درېم په 25 مه نېټه ٬ څلورم په 27 مه نېټه او پينځم او وروستې مېچ به د مارچ په 2 مه نېټه كولې شي۔ دې څخه وړاندې به د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز كولې شي۔