د نیوزی لینډ او بنګله دېش كركټ ډلو ترمينځه آخری ون ډے انټرنېشنل میچ (نن) كېږي

ډونیډن 19 فروری (اے پی پی) نیوزی لینډ او بنګله دېش كركټ ډلو ترمينځه دريم او آخري يوه ورځنې میچ (نن) د شورو پھ ورځ ډونیډن كښې كېږي، كوربه ډلې ته سیریز كښې 2-0 سره وړاندې والې ترلاسه دے، نیوزی لینډ بنګله دیش له پھ وړومبي ون ډے او دوسرے ون ډے كښې په 8، 8 وكټو ماتې وركړې ؤه ۔ دې نه پس به د دواړه ډلو ترمينځه درې ټي ټونټي انټرنیشنل میچونو سیریز هم كېږي