د نړيوالو حكومتي مشرانو غونډه كښې وزيراعظم عمران خان نړۍ ته خپل وژن وړاندې كړو كوم چې وستائلې شو۔ د لبنان وزیراعظم سعد الدین رفیق الحریری سره ښه ملاقات شوې۔ د وزیراعظم عمران خان دبئی كښې د آئی اېم اېف اېم ډي کریسټین لاګارډ سره ملاقات مقصدي او ګټور وو۔ آئی اېم اېف سره په بنيادي نكتو صلا يوه شوې۔ ډېر زر به ددې تكنيكي تفصيلات هم ترسره شي۔ د كم آمدن لرونكو طبقو سماجي او معاشي تحفظ باوري كولو له به نړيوال مالياتي فنډ سره په ګډه يو پروګرام جوړوو۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي ميډيا سره خصوصي خبرې

دبئی۔ 10 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د نړيوالو حكومتي مشرانو غونډه كښې وزيراعظم عمران خان نړۍ ته خپل وژن وړاندې كړو كوم چې وستائلې شو۔ د لبنان وزیراعظم سعد الدین رفیق الحریری سره ښه ملاقات شوې۔ د وزیراعظم عمران خان دبئی كښې د آئی اېم اېف اېم ډي کریسټین لاګارډ سره ملاقات مقصدي او ګټور وو۔ آئی اېم اېف سره په بنيادي نكتو صلا يوه شوې۔ ډېر زر به ددې تكنيكي تفصيلات هم ترسره شي۔ د كم آمدن لرونكو طبقو سماجي او معاشي تحفظ باوري كولو له به نړيوال مالياتي فنډ سره په ګډه يو پروګرام جوړوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه خارجه وزير شاه محمود قرېشي دبۍ كښې ميډيا سره خصوصي خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل دا ښه خبره ده چې زمونږ او د آئي اېم اېف په سوچ كښې يوشان والې موندلې شي۔ ده ووئيل د كم آمدن لرونكو طبقو سماجي او معاشي تحفظ باوري كولو له به نړيوال مالياتي فنډ سره په ګډه يو پروګرام جوړوو۔ ده ووئيل د لبنان وزيراعظم سره د پاكستان وزيراعظم عمران خان ملاقات ډېر ښه وو۔ په دغه مهال دواړو لارښودو د دواړو هېوادونو يو بل ته د نزدې كولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وكړه