د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيوګوترش د پاك هند تاؤ تريخوالي په زياتوالي اندېښنه څرګنده كړی٬تاؤ تريخوالې كمولو لپاره د كردار ترسره كولو وړاندېز

ملګري ملتونه 20 فروري(اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيوګوترش د پاك هند ترمينځه تاؤ تريخوالي په زياتوالي اندېښنه څرګندونې سره تاؤ تريخوالې كمولو لپاره د كردار ترسره كولو وړاندېز كړې۔د عمومي سېكتر وياند سټيفن دو جارك د اړخه د معمول بريفنګ په مهال د يو ېپژښتنې په ځواب ووئيل شول عمومي سېكتر په دواړو ډلو زور راوړې چې د زغم څرګندونه وكړي او تاؤ تريخوالي كمولو لپاره په سمدستي توګه اقدامات وكړي۔ده ووئيل كه دواړه هېوادونه اوغواړي نو په دې اړه عمومي سېكتر هم كردار ترسره كولې شي۔د عمومي سېكتر د اړخه دا وړاندېز د مقبوضه كشمير پلوامه ضلع كښې په هندي عسكرو د بريد نه پس تاؤ تريخوالي كښې د زياتوالي نه وروستو رامخې ته شوې۔