د سوئيلي افريقا او سري لنكا ترمينځه دوهم او ورستې ټېسټ مېچ د فرورۍ په 21 مه نېټه كېږي۔ سري لنكا ته سېريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده

پورټ الزبتھ ۔ 18 فروری (اے پی پی) د سوئيلي افريقا او سري لنكا ترمينځه دوهم او ورستې ټېسټ مېچ د فرورۍ په 21 مه نېټه كېږي۔ مېلمه لوبډلې سري لنكا ته سېريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ سري لنكا په اولني ټېسټ مېچ كښې سوئيلي افريقا ته د يوې خوندورې مقابلې څخه وروستو يو وكټ سره ماتې وركولو سره سيريز كښې بريا ترلاسه كړې وه۔ د اولني مېچ ګټلو نه وروستو د سري لنكا لوبغاړي دوهم مېچ ګټلو سره ټېسټ سيريز په خپل نوم كولو ته لېواله دي۔ بلخوا كوربه لوبډله به آخري ټېسټ مېچو ګټلو سره د سېريز يو برابر كولو بشپړه هڅه كوي له دې كبله د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سختې مقابلې رامخې ته كېدو امكان دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دې څخه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځھ د 5 يو ورځنو مېچونو او 3 ټي ټونټي مېچونو سيريز كولې شي