د خېبر پښتونخوا ګورنر د قبائيلي ضلعو په حقله اېډوائزري بورډ جوړ كړو

APP56-07 PESHAWAR: February 07 – Governor Khyber Pakhtunkhwa Shah Farman chairs a high level meeting at Governor's House. Chief Minister Khyber Pakhtunkhwa Mehmood Khan and Corps Commander Peshawar Lt. Gen Shaheen Mazhar Mehmood are also present. APP

پېښور 07 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان د قبائيلي ضلعو په حقله اېډوائزري بورډ جوړ كړے ٬د كومې چې پېښور ګورنر هاٶس څخه اعلاميه جاري شوې ۔ تفصیلات له مخې په اېډوائزري بورډ كښې فاټا كښې د ګورننس په اړه پراخه تجربه لرونكي پخواني غړي شامل كړې شوې ۔ په بورډ كښې عمرخان آپریدي د بورډ چيئرمېن او په غړو كښې ئې رستم شاه مومند ٬ لائق شاه او سنګ مرجان شامل دي۔ څلور كسيزه اېډوائزري بورډ به قبائيلي ضلعو كښې د حكومتي پرېكړو په رڼا كښې د معاشي ٬ سياسي استحكام په ځائ ساتلو پشمول د ځائي آبادۍ د تحفظات او مسئلې د قبائيلي دود دستور له مخې هوارولو لپاره خپل وړاندزونه وركوي او قبائيلي ضلعو كښې د بلدياتي ټاكنو كولو د مرستې پشمول به د بلدياتي ادارو پرمختيائي منصوبې پېل كول باوري كولو له هم كردار لوبوي۔ بورډ به د قبائيلي كلتور او دود دستور له مخې د تضادات لرې كولو لپاره يو جامع مېكنزم تجويز كوي او دا خبره به باوري كوي چې د نوي نظام له مخې به عدالتي كېسونه او پرېكړې التواء سره نه مخ كېږي۔ بورډ به دا هم باوري كوي چې هېڅ يوه پرېكړه يا نظام به د قبائلو د خواهشاتو برعكس يا دوي لپاره د ذهني نتاٶ سوب نه جوړېږي او د فاټا انضمام نه پس د پېدا شوو مسئلو په اړه به هم اېډوائزري بورډ سفارشات مرتب كوي۔ د اعلامیې له مخې بورډ به د قبائيلي جرګو د پرېكړو نفاذ په اړه هم خپل سفارشات مرتب كوي او دغسې لېويز او خاصه دارو لپاره به د لنډې او اوږدې مودې تربيې لپاره هم قانون نافذ كوٶنكې فورس جوړوي۔ د بورډ جوړولو مقصد قبائيلي ضلعو كښې ګډګورننس عملي كولو او د قبائيلي كلتور او د دود دستور تحفظ كول دي