د حضرت محمد (ص) د انساني مساواتو په درس به عمل كول وي۔ تعليم ٬ په قانون عملدرآمد او انصاف د اسلامي تاريخ بنياد دے۔ مونږ غواړو چې زمونږ هېواد هم په دې بنياد او اصولو پرمختګ وكړي۔ د وزیراعظم عمران خان دبئی كښې ورلډ ګورنمنټ سمټ 2019ء كښې د ګورننس وژن او پاکستان په اړه كنفرنس ته خطاب

دبئی/اسلام آباد۔ 10 فروری (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان د اسلام پېغمبر حضرت محمد (ص) د انساني مساواتو په درس د عمل كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي تعليم ٬ په قانون عملدرآمد او انصاف د اسلامي تاريخ بنياد دے۔ مونږ غواړو چې زمونږ هېواد هم په دې بنياد او اصولو پرمختګ وكړي۔ په قانون عملدرآمد او د رياست ځواب وركوونكې جوړول باوري كوو۔ د حكومتي اصلاحاتو په ايجنډا كښې د معاشي پالېسۍ پياوړتيا ترمخه قومی برآمدات كښې زياتوالې ٬ درآمداتو كښې كمې ٬ مالياتي او د جاري حساباتو خساره كښې د اصلاحاتو د لارې كمې راوستل ترجحياتو كښې شامل دي۔ حکومت کاروباری آسانۍ رامخې ته كولو له د ټېكس په قانون كښې بدلون راولي كومه چې زمونږ د اصلاحاتو مهمه برخه ده۔ پاكستان د سېلګرۍ بلها موقعې لري۔ پاکستان كښې د نړۍ تر ټولو ښكلې غرونه ٬ د سمندر غاړه اود پخوانۍ تاريخې ورثې په شمول د مذهبي سېلګرۍ پراخا موقعې دي۔ مونږ هېواد څخه بې وزلي ختمول غواړو ولې چې 25 فيصد اولس د بې وزلۍ ليكر څخه ښكته ژوند كوي۔ مونږ د چين په ډول بې وزلي ختمول غواړو او پرمختګ لپاره د اصلاحاتو په پروګرام عمل كوو دغسې چې موجوده مسئلې ختمې كړې شي۔ پاكستان د موسمي اثراتو څخه اثر اخستونكې هېواد دے ددې مخنيوي له مو خېبر پختونخوا كښې يو ارب ونې ولګولې۔ پولیس او بېورو کرېسی مو سياسي لاس وهنې څخه آزاده كړه۔ سېلګرۍ ته مو وده وركړه۔ ده دبئی كښې ورلډ ګورنمنټ سمټ 2019ء كښې د ګورننس وژن او پاکستان په اړه كنفرنس ته خطاب كولو۔وزيراعظم ووئيل د يو نړيوال لوبغاړي څخه زه وزيراعظم څنګه جوړ شوم۔ ده ووئيل زما تعلق د پاكستان هغه اولني نسل سره دې كوم چې د 1960په لسيزه كښې د پاكستان ترقي ليدلې۔ دغه مهال د پاكستان پرمختګ كوؤنكو هېوادونو له يو مثال وه۔ ده ووئيل شېخ راشد بن مکتوم ماته وئيلي چې د امارات ايئر لائنز كامياب جوړولو له پي آئي اے مرسته كړې وه۔ ده وئيل دغه وخت د هېواد د ګورننس نظام ښه وو او زمونږ د بېوروكرېسي كاركردګي په آسيا كښې د تر ټولو ښه وه۔ وزیراعظم ووئيل سياست كښې د راتلو اولنې سبب كركټ وو۔ ده ووئيل زمونږ كركټ لوبډله كمزورې وه ولې ما چې كله پرېښودله نو هغه وخت هغه نړيوال چېمپئن جوړه شوې وه۔ ده ووئيل د قومونو په تاريخ كښې لوړه ژوره راځي۔ د پاكستان په شا تلو كښې بېل سوبونه دي۔ سياست كښې د راتلو دوهم سوب د كېنسر روغتون جوړ شو۔ ده ووئيل زما مور په كېسنر مړه وه ځكه مې كېنسر روغتون جوړ كړو چرته چې د 80 فيصده كېنسر رنځورانو وېړيا علاج كېږي۔ ده ووئيل درېم سبب زما سياست كښې د راتلو زما د كركټ په زمانه كښې برطانيه كښې پاتې كېدل وو چرته چې ما وليدل چې احتساب او د اولس خېر ښېګړې ته خاص پاملرنه كولې شي۔ او پاكستان كښې معامله ددې په ضد وه۔ ده ووئيل ما د يو اے اي او چين پرمختګ ليدلې۔ ده ووئيل په 1960ء كښې د سول سروسز امتحان ګران وو ولې هر زده كوونكي سول سروس ته تللو كښې خوښي لرله۔ دغه مهال د سول سروس يو غوره معيار وو ولې اوس د مېرټ نظام ختمېدو سره زمونږ هېواد وروستو تلې دې۔ ده ووئيل زه پاكستان يو پرمختګ كړې هېواد ليدل غواړم۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د رياست مدينه تصور ترمخه ليدل غواړم چرته چې انصاف او انساني خېر ښېګړه وه۔ د مدينې رياست د نړۍ اولنې فلاحي رياست وو۔ چرته چې رياست بې وزلو ٬ يتيمانو او كونډو سره د خېر ښېګړې كولو ذمه وار وو۔ دوئي له به وظيفې جاري كېدې۔ ده ووئيل د مدينې رياست دوهم عناصر انصاف وو۔ دغسې پېغمبر علېه السلام د علم زده كول هم مهم وګرځول۔ ده ووئيل ددې فلسفې ترمخه د مدينې رياست جوړوېدو نه واخله تر 700 كلونو په نړۍ كښې لوئې سائنسدانان مسلمانان وو۔ په رياست كښې اقليتونو ته هم ټول حقونه ترلاسه وو۔ ده ووئيل زه ددغه اصولو په بنياد هېواد ته ترقي وركول غواړم۔ ده ووئيل په كال 2013ء كښې زمونږ ګوند خېبرپختونخوا كښې حكومت جوړ كړو ٬ دغه مهال صوبه ترهګرۍ ځپلې وه۔ 70 فيصده كارخانې بندې وې ٬ په پوليس او قانون نافذ كوےنكو ادارو ترھګر بريدونه روان وو۔ مونږ اتحاديانو سره په ګډه دغلته حكومت جوړ كړو او په اصلاحاتو مو كار وكړو۔ ده ووئيل پاكستان د موسمي اثراتو څخه اثر اخستونكې هېواد دے ددې مخنيوي له مو خېبر پختونخوا كښې يو ارب ونې ولګولې۔ پوليس او بېوروكرېسي مو سياسي لاس وهنې څخه آزاده كړه۔ سېلګرۍ ته مو وده وركړه۔ او 5 كاله پس په بې وزلۍ كښې 50 فيصد كمې راغې۔ ده ووئيل مونږ د اصلاحاتو په پالېسۍ عمل كوو۔ ده ووئيل د اصلاحات په پروګرام د عملدرآمد دلارې هېواد ښه والي پلو روان دے۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د سېلګرۍ بلها موقعې لري ولې د سېلګرۍ څانګه كښې د نورو هېوادونو په مقابله كښې مونږ كمې پېسې ګټو۔ ده ووئيل ملائیشیا كښې د سېلګرۍ څانګې حجم 22 ارب ډالر او تركيه كښې 42 ارب ډالر دے۔ ده ووئيل پاكستان د نړۍ غوره غرونه ٬ د سمندر غاړه ٬ پخوانۍ تاريخي ورثه ٬ د پېښور په ډول د نړۍ تر ټولو زوړ ښار او د لاهور او ملتان په ډول پخواني ښارونه لري۔ دغسې دلته سكھانو لپاره مقدس ځايونه هم شته۔ د بدھ مت، ګندھارا تهذیب پخوانۍ تاريخ ورثه٬ ، هری پور كښې 40 فټه اوږه د بدھا مجسمه او د اسلامي تاريخ يو شمېر ځايونه موجود دي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د روغتيا څانګې ته ودې وركول له آسانۍ پېدا كوو۔ 70 هېوادونو ته په ايئرپورټ د وېزې آساني وركوو۔ ده ووئيل مونږ هېواد كښې سېلګرۍ او سرمايه كارۍ ته وده وركول غواړو۔ د خپل خطاب په پايه كښې وزيراعظم کانفرنس كښې ګډون كوؤنكو كاروباري شخصياتو او سرمايه كارو ته ووئيل وخت راغلې چې مونږ هېواد كښې سرمايه كاري وكړو او دا موقع ضائع نه كړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ورلډ ګورنمنټ سمټ كښې د 150 هېوادونو نړيوال لارښود ٬ استازي او پوهانو ګډون وكړو۔ ددې د كولو مقصد د نړيوالو لارښود تجربو څخه استفاده كول دي(وا/2113)۔