د تركيې په شمال لويديز كښې داعش سره په تعلق 52 شكمن كسان ونيولې شول

برسا 14 فروري (اے پي پي) د تركيې په شمال لويديز كښې داعش سره په تعلق 52 شكمن كسان نيولې شوي دي ۔ د تركيه پوليس له مخې امنيتي ځواكونو په شريكو عملياتو كښې د برسا په شمالي لويديزه اولسوالۍ عثمان غازي كښې په پنځه ځايونو څخه ياد شوې شكمن كسان نيولي دي كوم چې د سوريې وګړي دي۔ تركيه كښې د داعش ترهګرو په بريدونو كښې تر دې دمه د 300 نه زيات كسان مړه شوې دي