د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره خبرې

APP80-20 ISLAMABAD: February 20 - Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain talking to media. APP

اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي هند دې واوري كه څه ډول جارحيت وكړې شو نو پاكستان هم بنګړي نه دي اچولې٬ 20 كروړه اولس د پاك پوځ سره ولاړ دے ٬پاكستان د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو په ضد مقدمه كړې٬د پاكستان كيس قوي دے٬كلبهوشن د هند اصل پاسپورټ لري٬مودي دې د كاركردګۍ په بنياد ټول ټاكنو كښې برخه واخلي٬د پاكستان په ضد كمپائن دې نه چلوي٬مونږ به د هند د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كوو٬نېب په كومه كاروائۍ حكومت څخه پوښتنه نه كوي٬د سندھ اسمبلۍ سپيكر نيولو سره حكومت هېڅ تعلق نه لري٬احتساب د سياست سره تړل مناسب نه دي۔ده د شورو په ورځ د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره خبرې كولې۔وفاقي وزير ووئيل كلبهوشن د هند اصل پاسپورټ لري٬د برتانيې كمپنۍ هم تصديق كړې چې د كلبهوشن ياديو پاسپورټ اصل دے ٬ده ووئيل كلبهوشن د عمر د حد څخه وړاندې په 47 كاله عمر كښې ولې رېټائر شوې٬كه پاسپورټ اصل ؤ نو كلبهوشن په پاكستان كښې څه كول۔ده ووئيل هند دا موقف لري چې كلبهوشن د ايران څخه نيولې شوې٬د چاه بهار څخه تر پاكستان د 9 ساعته د مزل كولو هند سره څه ثبوت دے ٬ ده ووئېل آيا هند د ايران څخه پوښتنه كړې٬نړۍ د هند موقف نه لري۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان د هندي جاسوس په اړه په زړه پورې مقدمه كړې او ښه دلائل يې وركړې ۔د پاكستان كيس قوي دے ۔ده ووئيل نريندر مودي دې اووائي چې هغه د هندي اولس لپاره څه كړې ٬مودي دې په ټول ټاكنو كښې د كركردګۍ په بنياد برخه واخلي۔د پاكستان سره د دښمنۍ پھ بنياد نه۔ وفاقې وزير ووئېل د هند د اړخه د جارحيت خبرې بې ځايه دي۔كه څه ډول جارحيت اوشو نو مونږ هم بنګړي نه دې اچولې۔د پاكستان اولس د خپل پوځ او حكومت سره ولاړ دے۔ده ووئيل هندي ځواكونو د اړخه د كشميريانو په نښه كولو مونږ تشويش لرو٬مونږ په سيمه كښې تاؤ تريخوالې نه غواړو۔ د اطلاعات وزير ووئېل د پلوامه په پیښه وزيراعظم هند ته د پلټنو او خبرو اترو ښكاره وړاندېز كړې۔ده ووئيل مونږ هند سره اړيكې بحالول غواړو٬تاؤ تريخوالې نه غواړو خو كه هند اشتعال انګزي وكړه نو هم هغسې ځواب به وركولې شي او كه خبرې اترې غواړي نو مونږ هم چمتو يو۔ده ووئيل د پاك پوځ مړانه نړۍ منلې٬نن هند په ټوله نړۍ كښې يوازې دے٬ ده ووئېل د ډونلډ ټرمپ بيان څخه په ډاګه شوې چې نړۍ د هند موقف نه مني۔ده ووئيل د پي ټي آئي پارليماني ګوند غونډه كښې د هند د رويې غندنه شوې٬د پارليماني ګوند غونډه كښې په كشميريانو د هندي ظلم غندنه هم شوې٬د سندھ اسمبلۍ سپيكر آغا سراج دراني نيولو په حقله ده ووئيل د سندھ اسمبلۍ سپيكر نېب نيولې۔وفاق دې سره هېڅ تعلق نه لري۔نېب د پنجاب څخه زمونږ سينئر وزير عليم خان هم نيولې٬ ده ووئېل مونږ دا ګڼو چې احتساب د سياست سره اونه تړلې شي۔ده ووئيل حكومت تل د قانون عملدارۍ ملاتړ كړې بايد د پاكستان پرمختګ لپاره د قانون حكمراني وي