بېن الصوبائي انډر۔19 هاکي چیمپیئن شپ پېل شو

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د پاکستان هاكي فېډرېشن تر سېوري لاندې بېن الصوبائي انډر۔19 هاکي چیمپیئن شپ په شهناز شېخ هاكي سټېډيم پېنډۍ كښې پېل شوې۔ د چیمپیئن شپ پرانسته صوبائي وزير راجه بشارت وكړه٬ د پرانستې په موقع څلور مېچونه شوي او نن د ګل په ورځ به هم څلور مېچونه كېږي۔ د اتوار په ورځ وړومبې مېچ د خېبر پښتونخوا او پنجاب ډي ترمېنځه په دوه دوه ګولونو برابر او پنجاب بي ګلګت بلتستان بي ته د نشت په مقابله كښې په 16 ګولونو ماتې وركړه٬ درېم مېچ كښې خېبر پښتونخوا اے پنجاب سي ته د نشت په مقابله كښې په يو ګول ماتې وركړه او دغسې په څلورم مېچ كښې سندھ اے فاټا ته ماتې وركړه