په ون ډے سېریز كښې برخه اخستو لپاره به د كركټ پنځه لوبغاړي سوئيلي افريقې ته ځي

لاهور 11 جنوري(اے پي پي) د سوئيلي افريقې په ضد به په 19مه جنورۍ په پېل كېدونكې سېريز كښې برخه اخستو لپاره به د كركټ پنځه لوبغاړي په 14مې جنورۍ سوئيلي افريقې ته ځي۔ د سوئيلي افريقې په ضد ون ډے لوبډله كښې شامل 11 لوبغاړي په سوئيلي افريقه كښې موجود دي خو محمد حفیظ، عماد وسیم، حسېن طلعت، شعېب ملك او عثمان شنواري به وروستو لوبډله جوائن كوي۔ د يادونې وړ ده محمد حفیظ او شعېب ملك بي پي اېل كښې ګډون لپاره په بنګله دېش او عثمان شنواري په اسټراليا كښې بګ بېش ليګ كښې برخه اخلي