په نائجېريا كښې د چورلكې په پېښه كښې 5 عسكر مړه شول

لاګوس 04 جنوري (اے پي پي) په نائجېريا كښې د چورلكې په پېښه كښې 5 عسكر مړه شوي دي۔ د خبر له مخې د نائجېريا د فضائيه يو چارواكي مېډيا ته ووئيل په شمالي ختيځ بورنو ايالت كښې د فضائيه يوه چورلكه د رالوېدو په مهال تباه شوې چې پكښې پنځه عسكر مړه شوي دي۔ د فضائيه چارواكي وئيلي دي دا پېښه د ايالت په داماس سيمه كښې رامخې ته شوې۔ له بلې خوا د پوځ وياند هغه اطلاعات رد كړي په كومو كښې چې وئيلي شوي د ترهګرو بوكو حرام ډله د پوځ نه ښه سامان او وسله لري۔ ده ووئيل داسې اطلاعات پوځ په فشار كښې راوستلو لپاره خپرولې شي