په سوريه كښې په فضائي بريد كښې لس كسان وژل شوي

دمشق 05 جنوري (اے پي پي) په سوريه كښې په فضائي بريد كښې لس كسان وژل شوي دي۔ د سوريې سركاري مېډيا له مخې د هېواد په ختيځه برخه كښې د داعش تر قبضه لاندې سيمه كښې په يو كلي فضائي بريد شوے او پكښې 10 كسان وژل شوي دي۔ د سوريې مېډيا له مخې دا فضائي عمليات د امريكې په مشرې كښې د نړيوال عسكري اتحاد الوتكو كړي دي۔ د سوريې مېډيا له مخې په دې پېښه كښې د 4 ماشومانو پشمول 10 كسان وژل شوي دي۔