پاکستان سوئيلي افريقا ته په څلورم يو ورځني مېچ كښې 8 وكټونو سره ماتې وركړه۔ سيريز 2-2 سره برابر ٬ ګرين شرټس د 165 رنزونو هدف په 32 م اوورز كښې د 2 وكټونو به زيان ترلاسه كړو۔ عثمان شنواری 4 وكټونه ترلاسه كولو سره د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړې وګرځولې شو

جوهانسبرګ۔ 27 جنوری (اے پی پی) د عثمان ٬ شاهين شاه او شاداب غوره باؤلنګ په نتيجه كښې پاكستان په څلورم يو ورځني مېچ كښې سوئيلي افريقا ته د يوې اړخيزه مقابلې څخه وروستو 8 وكټونو سره ماتې وركولو سره سيريز 2-2 سره برابر كړو۔ د اتوار په روځ جوهانسبرګ كښې شوې څلورم يو ورځني مېچ كښې د پاكستان كركټ لوبډلې لنډ مهاله سرلوبغاړي شعېب ملك ټاس ګټلو سره د فيلډنګ پرېكړه وكړه كومه چې ښه ثابت شوه۔ سوئيلي افريقې اول لوبه كولو سره په 41 اووروز كښې 64 رنز جوړ كړل ۔ ددې په ځواب كښې پاكستانۍ كركټ لوبډلې په 32 م اوورز كښې د دوه وكټونو په زيان مطلوبه هدف ترلاسه كړو۔ فخر زمان او امام الحق زړه پورې لوبه كولو سره ګټې لپاره د 70 رنزونو مضبوط بنياد جوړ كړو۔ د فخر آؤټ كېدو نه وروستو امام الحق او بابر اعظم غوره لوبه كولو سره خپله كركټ لوبډله د ګټې منزل ته ورسوله۔ امام الحق 71 رنزونه جوړولو نه وروستو آؤټ شو او بابر اعظم 41 رنزونه جوړ كړل۔ عثمان شنواري په غوره باؤلنګ كولو د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړې وګرځولې شو۔