وفاقي وزير صاحبزاده محبوب سلطان سره پاكستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ وليدل

اسلام آباد 11 جنوری (اے پی پی)په پاكستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ وئېلي دي چين به پاكستان څخه د آلو او وړو درآمدات زياتولو نه علاوه د معيشت په نورو سېكټرو كښې سرمايه كاري زياتوي۔دا خبره ده د جمعې په ورځ د نېشنل فوډ وفاقي وزير صاحبزاده محبوب سلطان سره د ملاقات پھ مهال په خپلو خبرو كښې وكړه۔د ملاقات په مهال دوه اړخيزه تجارت٬زرعي او د لائيو سټاك پشمول په بېلو سېكټرو كښې د مرستې په چارو بحث وشو۔سفير ووئيل د چين حكومت به د چين هائبرډ رائس سيډ مانيټرنګ په غرض د پاكستان پوهانو ته په باضابطه توګه بلنه وركوي دغسې چې پھ ځايې كچه د ورژو فصل او پېداوار زياتوالي له د دې څخه استفاده وكړی شي۔ده ووئيل چين د سوئېلي آسيا په سيمه كښې قوي طاقت دې دغسې سي پیك د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې نوې لارې پرانستلې دي