مهاتیر محمد په څلور ورځنۍ سركاري دوره انګلستان ته ورسېد

کوالالمپور 17 جنوري(اے پي پي) د ماليزيا وزیراعظم مهاتیر محمد په څلور ورځنۍ سركاري دوره انګلستان ته رسېدلې٬ دے د وزيراعظم جوړېدو نه پس د مهاتیر محمد دا د برتانيې دوېمه دوره ده ٬ د دې نه وړواندې تېر كال په مئي كښې هغه د برتانيې دوره كړې وه۔ د ماليزيا خارجه وزارت له مخې وزيراعطم به د خپلې دورې په مهال آكسفورډ پوهنتون كښې د جمعې په ورځ وېنا كوي او په دې موقع به د دولت مشتركه عمومي سېكتر پټریشیا سکاٹ لېنډ سره هم ملاقات كوي۔ مهاتير محمد سره د ھغه كورودانې او د خارجه وزارت چارواكي هم په ملګري دي