محمود عباس د وزيراعظم رامي حمد الله استعفی قبوله كړه

غزہ 31 جنوری (اے پی پی) فلسطینی اولس مشر محمود عباس د وزيراعظم رامي حمد الله استعفی قبوله كړې ده۔ د صدارتي دفتر ترمخه محمود عباس وزيراعظم څخه د نوې حكومت تر جوړېدو د حكومت نظام چلولو خواست كړې دې۔ د فلسطيني خبر رسنې ادارې معان وئيلي دي اولس مشر عباس حكومت جوړولو له هڅې هم پېل كړې دي۔ رامی حمد اللہ حماس سره د شخړې ختمولو په خاطر تېره ورځ د مستعفي كېدو اعلان كړې وو۔