سېلاب كښې ګېر 15 عمره كوؤنكي بچ كړې شول ۔ د سعودي شهري دفاع

ریاض 31 جنوری (اے پی پی) سعودی عربستان كښې د روانو سختو بارانونو لامله راغلي سېلاب په لويه كچه تباهي خپره كړې ده چې په نتيجه كښې ئې يو شمېر وګړي د سېلاب په اوبو كښې ګېر شوي دي۔ د شهري دفاع ډلو تيماﺀ سيمه كښې كارروائي كولو سره د سېلاب اوبو كښې ګېر 15 عرب معتمرين په وخت بچ كړل۔ د تیماء آپرېشن روم ته اطلاع ترلاسه شوې وه چې په العسافیه، الھوج روډ سېلاب كښې د معتمرين يو بس ګېر شوې دې په كوم كښې چې د يو عرب هېواد معتمرين دي۔ دوئي كښې زياته شمېره د مېرمنو او كوچنيانو ده۔ د شهري دفاع وياند عبد العزیز الشمری ووئيل چې د اطلاع ترلاسه كېدو سره د مرستې ډلې سمدستي د پېښې ځائې ته ورسېدې۔ د لوئے څښتن په فضل ټول معتمرين حفاظت سره منتقل كړې شول۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تر دې دمه د شهري دفاع اهلكارو 271 كسان د مرستې كارروائۍ كولو سره سېلاب څخه ويستلې دي۔(