سعودي مېرمنې اجنبي ډرائيور سره سفر كولې شي

ریاض 18 جنوری (اے پی پی) د امام محمد بن سعود اسلامی پوهنتون پروفېسر شېخ ډاكټر يوسف الشبيلي وئيلي دي د ښار دننه غېر ملكي ډرائيور سره مېرمن سفر كولې شي او په دې كښې هېڅ قباحت نشته۔ د سعودي ورځپاڼې ترمخه پروفېسر شېخ ډاکټر یوسف ووئيل دا د شرعي خلوت دائرې څخه خارج عمل دے۔ خپلې مېرمنې ته دې ډول ډرائيور سره د سفر اجازه وركوؤنكې خاوند به ګناه ګار نه وي۔ ده ووئيل د ښار دننه اجنبي ډرائيور سره د سفر كولو په مهال مېرمن بايد خوشبو نه لګوي