د وېسټ انډيز او د انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه دوهم ټېسټ مېچ به د جنورې په 31مه نېټه پېل كېږي

كنګسټن 28 جنوري (اے پي پي) د وېسټ انډيز او د انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه دوهم ټېسټ مېچ به د جنورې په 31مه نېټه په نارتھـ ساؤنډ كښې پېل كېږي۔ د وېسټ انډيز كوربه لوبډلې د درې مېچونو په دې سېريز كښې وړومبې مېچ ګټلې دے۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه درېم او وروستې مېچ به د فرورې په 9مه نېټه پېل كېږي۔ د ټېسټ سېريز نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه پنځه يو ورځني مېچونه او درې ټي ټونټي مېچونه كېږي