د نیوزی لینډ او هند ترمينځه دويم ون ډے انټرنېشنل کرکټ میچ پھ 26 جنوری کېږي

ماؤنټ مانګنوئی 23 جنوری (اے پی پی) نیوزی لینډ او د هند كركټ ډلو ترمينځه د سیریز دويم ميچ به پھ 26 جنوری ماؤنټ مانګنوئی كښې كېږي۔ هند ته د 5 میچونو په سیریز كښې په 0-1 وړاندې والې ترلاسه دې۔ هند نيوزي لينډ له په وړومبي ون ډے میچ كښې په 8 وکټو ماتې وركړې وه ۔ دواړه ډلې په سیریز كښې كاميابۍ لپاره هلې ځلې كوي۔ نيو زي لينډ اوسنيو كښې سری لنکا دغسې هند آسټریلیا له په ون ډے سیریز كښې ماتې وركړې۔ د دواړه ډلو ترمينځه دويم ون ډے به 26 جنوری، دريم به په 28 جنوری، څلورم ميچ به په 31 جنوری دغسې 5م ميچ به په 3 فروری کېږي