د مخالفې ډلې سياست په دروغو اډانه دے

اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلې دې كومو خلقو په ژوند كښې پخپله څه كار نه دې كړې هغوي د خپل ختم شوې سياست راژوندې كولو لپاره شوكت خانم او نمل متنازعه كړې۔د جمعې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د مريم اورنګزېب د ټوېټ په غبرګون كښې ووئيل عليمه خان چرې هم د هېواد وزيراعظمه نه وه٬ټول جائيداد هغې پخپله ډكليئر كړی۔ده ووئيل د مخالفې ډلې سياست په دروغو اډانه دے