د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي افغان مفاهمتي عمل لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاد سره خبرې

اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي)بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئېلي دي افغانستان كښې امن لپاره مفاهمتي عمل شريكه ذمه واري ده٬ په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د افغان مفاهمتي عمل سهولت كارۍ له به پاكستان خپلې هڅې روانې ساتي۔ دا خبره ده افغان مفاهمتي عمل لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاد سره په خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ خارجه وزارت كښې ده سره ملاقات كولو۔زلمے خليل زاد سره په پلاوي كښې د امريكې اسټېټ ډيپارټمنټ٬دفاع اينډ نېشنل سېكورټي كونسل استازي شامل وو۔د ملاقات په مهال د افغان په مفاهمتي عمل د كېدونكي پېشرفت خبرې اترې وشوې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل په منطقه كښې د امن او استحكام لپاره د افغان مفاهمتي عمل له د سهولت كارۍ په اړه به پاكستان خپلې هڅې روانې ساتي ٬ ده ووئېل افغانستان كښې د امن لپاره د مفاهمتي عمل شريكه ذمه واري ده۔زلمے خليل زاد د امريكې او طالبانو ترمينځه نيغ په نيغه مذاكرات كولو كښې پھ سهولت كارۍ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي مننه وكړه ٬ ده ووئېل د امريكې مشرتابه٬په افغانستان كښې د قيام امن په اړه د پاكستان هڅو ته د قدر په سترګه ګورو