د جاپان او د روسيې خارجه وزيرانو ترمېنځه به د جنورې په 14مه نېټه ملاقات كېږي

ټوكيو 11 جنوری (اے پي پي) د جاپان او د روسيې خارجه وزيرانو ترمېنځه به د جنورې په 14مه نېټه ملاقات كېږي۔ د جاپان د خارجه وزارت له مخې د جاپان خارجه وزير تارو كونو او د روسيې خارجه وزير سرګئي لاروف ترمېنځه د امن په لوظنامه خبرو اترو لپاره د جنورې په 14مه نېټه په ماسكو كښې ملاقات كېږي۔ تارو كونو به د جنورې په 12مه نېټه د روسي پنځه ورځنې دوره پېل كوي۔ د جاپان وزيراعظم شينزوابې او د روسيې اولس مشر پيوټن تېر كال په دې خبره اتفاق كړے و چې د كال 1956م د شريكې اعلاميې په بنياد دې د امن په لوظنامه خبرې وكړې شي۔ د امن لوظنامې كېدو په صورت كښې به روسيې په څلورو جزيرو كښې دوه جاپان ته سپاري۔ جاپان د دې جزيرو د ملكيت ادعا كوي