د المان چانسلرې او د روسيې اولس مشر پھ سوريه كښې د امن په اړه تېليفوني تماس

ماسكو 10 جنوري (اے پي پي)د المان چانسلرې انجيلا مركل او د روسيې اولس مشر ولاديمير پيوټن وئېلي دي چې په سوريه كښې د امن راوستلو لپاره په روانو هڅو كښې نزدې رابطه كاري غواړو۔كريملن ووئيل چې دواړو لارښودو تېره ورځ د ټېليفون تماس نيولو په مهال پھ خبرو كښې د سوريې په كورنۍ نښتو خبرې كړې او د روان اړي ګړي خاتمې لپاره ئې په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔د سوريې څخه د امريكې ځواكونو ستنيدو متنازعه پريكړې نه پس د نړيوالو لارښودو د سوريې لپاره په يو نوې تګلاره د غور كولو عمل روان ساتلې دي