د آسټراليا او د هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه د يو ورځنو مېچونو سېريز سبا پېل كېږي

سډني 11 جنوري (اے پي پي) د آسټراليا او د هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې يو ورځنو مېچونو سېريز سبا د جنورې په 12مه نېټه پېل كېږي۔ د دې څخه وړاندې د هند لوبډلې د آسټراليا لوبډلې ته د ټېسټ مېچونو په سېريز كښې ماتې وركړې۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوهم يو ورځنې مېچ به د جنورې په 15مه نېټه او وروستې مېچ به د جنورې په 18مه نېټه كېږي۔