جسټس آصف سعيد كهوسه د پاكستان د 26م ستر قاضي په حېث سوګند پورته كړو

APP03-18 ISLAMABAD: January 18 – President Dr. Arif Alvi administering the oath of office to Justice Asif Saeed Khan Khosa as Chief Justice of Pakistan. Prime Minister Imran Khan is also present on the occasion.APP

اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) جسټس آصف سعيد كهوسه د پاكستان د 26م ستر قاضي په حېث سوګند پورته كړو۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د دستورې په مهال د ده څخه سوګند واخستو۔ په دستوره كښې وزيراعظم عمران خان٬ د سترې محكمې قاضيانو صاحبانو٬ د وفاقي كابينې غړو٬ د قومي اسمبلې سپيكر اسد قېصر٬ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني٬ سروسز چيفس٬ ګورنرانو٬ وكيلانو او نورو شخصياتو ګډون وكړو۔ ستر قاضي آصف سعيد كهوسه په كال 1954م كښې د دسمبر په 21مه نېټه په ډېره غازي خان كښې زېږېدلې۔ ده په كال 1969م كښې د بورډ آف انټرمېډيټ اېنډ سكېنډري اېجوكېشن ملتان څخه مېټرك كړے او په بورډ كښې ئې 5م پوزيشن ترلاسه كړے و۔ د لاهور بورډ نه ئې د انټرمېډيټ په امتحان كښې وړومبې پوزيشن ترلاسه كړے۔ ده په كال 1973م كښې د لاهور ګورنمنټ كالج نه د بي اے ډګري ترلاسه كولو سره وړومبې پوزيشن ترلاسه كړو۔ د دې نه پس ئې په كال 1975م كښې د پنجاب پوهنتون نه په انګلېش لېنګوېج او لېټرېچر كښې ماسټر وكړو۔ په كال 1978م كښې ئې د برتانيې د كوئنز كالج كېمرج پوهنتون څخه اېل اېل اېم كړے۔ هغه په كال 1979م كښې د لاهور هائي كورټ او په كال 1985م كښې د سپريم كورټ د اېډوكېټ په حېث انرول شو۔ هغه د آئين او قانون په اړه د يو شمېر كتابونو ليكوال دے۔ په آئيني او قانوني ستونزو ئې يو شمېر مضامين او مقالې شائع شوې دي۔ ستر قاضي په كال 1998م كښې د مئي په 21مه نېټه د لاهور هائي كورټ او په كال 2010م كښې د فرورې په 18مه نېټه د سترې محكمې قاضي په ځائ كړے شو۔ ده تر اوسه تقريبا په 19 كلونو كښې تقريبا د 55 زره مقدمو پرېكړې كړې دي۔ ده په بېلا بېلو هېوادونو كښې په نړيوالو كنفرنسونو او سېمينارونو كښې د پاكستان نمائندګي هم كړے