او پي اېف دې په سكولونو كښې د تعليم د معيار خاص خيال وساتي

اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت ته هدايت كړے چې د او پي اېف دې په سكولونو كښې دې د تعليم د معيار خاص خيال وساتلې شي او پارلماني سېكترې جوېريه ظفر وئيلي دي چې په هېواد كښې د او پي اېف زياتره سكولونه په زيان كښې روان دي۔ د جمعې په د قومي اسمبلۍ په غونډه د پوښتنو دمې په مهال جوېريه ظفر د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې د كراچې په لياري كښې د او پي اېف په سكول كښې 375 ماشومان زده كړې كوي خو په دوي كښې يو ماشوم هم د سمندر پورې پاكستانيانو نشته۔ د دې نه واضحه شوه چې هلته د سكول ضرورت نشته۔ په پاكستان كښې به اوس او پي اېف ګهوسټ سكول نه پرانېزي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې او پي اېف دې په سكولونو كښې د تعليم د معيار خاص خيال وساتي۔﴿