افغانستان كښې د طالبانو په بريدونو كښې 21 امنيتي اهلكار مړه

كابل 10 جنوري (اے پي پي)په افغانستان كښې د تشدد ګڼ شمېر پیښو كښې د امنيتي ځواكونو 21 اهلكار مړه شوې دي۔ځايې چارواكو د زيارت په ورځ ووئيل چې د هېواد په لوېديز او شمالي برخو كښې دا بريدونه د طالبانو جنګيالو كړي۔تېره ورځ شويو كاروائيو كښې 23 امنيتي اهلكار ژوبل شوي هم دي۔طالبانو د دې بريدونو ذمه وارۍ قبوله كړی