په هند كښې د تجربې په ځاې چاودنه كښې يو سائنسمدار مړ او درې ژوبل شول

نوې ډېلۍ 07 دسمبر (اے پي پي)د هند په ريسرچ انسټي ټيوټ كښې د تجربې په ځاې چاودنه كښې سائنسمدار مړ او درې كسان ژوبل شوي دي ۔د هند خبر رسنې ادارې له مخې د بنګلور په انډين انسټي ټيوټ آف سائنس كښې په ليبارټرۍ كښې هغه مهال چاودنه وشوه كله چې د يوې نجي كمپنۍ 4 سائنسمدار په تحقيق بوښت وو۔په چاودنه كښې يو سائنسمدار په ټكي مړه او درې ژوبل شوي۔د پوليس له مخې ژوبل شوي كسان روغتون ته رسولې شوي ۔د ابتدائي پلټنو له مخې چاودنه د سلينډر چاودېدو له امله شوې ده