په ملګرو ملتونو كښې د حماس غندنې لپاره وړاندې كړې شوې قرارداد رد كړې شو

ملګري ملتونه 07 دسمبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د حماس غندنې لپاره وړاندې كړې شوې قرارداد رد كړې شوې۔د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د امريكې په مرسته د فلسطيني تنظيم د حماس غندنې لپاره جوړ كړې قرارداد مطلوب په دريو كښې دوه برخې اكثريت ترلاسه نه كړې شو٬ 87 غړو د قرارداد په حق كښې رائے وركړې٬ دغسې 58 غړو يې مخالفت وكړو٬ 32 هېوادونه بې طرفه پاتې شول او 16 غړو په دې عمل كښې برخه وانخسته