په صوماليه كښې د وسله والو په بريد كښې د دوه جنرالانو پشمول پنځه عسكر وژلې شوي

موغاديشو 07 دسمبر (اے پي پي)د صوماليه په پايه تخت موغاديشو كښې د مائن په چاودنه كښې د دوه جنرالانو پشمول پنځه عسكر وژلې شوي دي۔د چاودنې ذمه واري الشباب ډلې اخستې۔د صوماليې د پوځ ذريعو له مخې د پوځ د 12 برېګېد مشر جنرال عمر عدنان حسن او د دې برېګېډ آپرېشنل كمانډر جنرال عبدي علي جمامي په مړو كسانو كښې شامل دي۔د صوماليه د ايوان صدر لخوا په جاري شوي بيان كښې دې ټولو كسانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې كومو چې په هېواد كښې د امن بحالۍ په هڅو كښې خپل ځان قربان كړې۔د صوماليې د پوځ وياند محمد عدن د فرانس خبري اژانس ته ووئيل ترهه ګرو د سړك پغاړه چاودېدونكي توكي په ځاې كړي وو او هدف يې د جنرال عمر ګاډې په نښه كول وو