په تركيه كښې د دوه رېل ګاډو جنګېدو په پېښه كښې 4 كسان مړه او 43 ژوبل شوي دي

انقره 13 دسمبر (اے پي پي) په تركيه كښې د دوه رېل ګاډو جنګېدو په پېښه كښې 4 كسان مړه او 43 ژوبل شوي دي۔ د خبر له مخې دا پېښه د زيارت په سهار د انقره د رېلوے پلېټ فارم نه 8 كلوميټره لرې په مرسنديز سټېشن رامېنځ ته شوې۔ د چارواكو له مخې په پېښه كښې 4 مسافر مړه او 43 ژوبل شوي دي چې پكښې د ځينې حالت اندېښمن ښودل شوے۔ چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي