پاکستان كښې په وړومبي ځل پاك او سپېځلې احتساب روان دے

اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاکستان كښې په وړومبي ځل پاك او سپېځلې احتساب روان دے٬ نېب خپلواكه اداره ده٬ د خواجه سعد رفيق ګرفتاري لاهور هائي كورټ څخه د ضمانت په رد كېدو شوې٬ لس كاله په حكومت كښې پاتې كېدونكو له به اوس حساب وركول وي٬ ټوله مخالفه ډله د خپلو كانو له امله خطر محسوسوي٬ لوټ كړې شوې پېسې كه مو بېرته راونه وړې نو پي ټي آئي به د حكومت حق نه لري۔ د شورو په ورځ د شاهد خاقان عباسي او سيد نوید قمر قمر د اعتراض د نكتې په ځواب وفاقي وزير ووئيل مخالفه ډله بايد د نورو د خبرو اورېدو عادت خپل كړي٬ مسلم لیګ (ن) جنرال ضیاء الحق جوړ كړې ٶ ځكھ ھغوي د بل خبره اورېدل نه غواړي۔ ده ووئيل د سعد رفیق ګرفتاري د هائي كورټ لخوا د ضمانت رد كېدو نه پس شوې۔ ده ووئيل دوي اوس مونږ ته وائي چې ھغه څومره معصوم ٶ٬ چې څنګه په تېرو پنځه لسو كالو كښې ئې هېواد چلولې ھغه ټولو ته معلومه ده٬ ده ووئېل پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسې سمه خبره كړې چې انصاف په نظر راتلل پكار خو دوي دا خبره نظر انداز كړې جې د نېب اوسنې چيئرمېن دوي لګولې ؤ ٬ وفاقې وزير ووئېل د نېب اوسنې يو نائب قاصد هم مونږ نه دې لګولې٬ ده ووئيل ټوله مخالفه ډله د خپلو كانو له امله خطر محسوسوي۔ فواد چوهدري ووئېل اوسني حكومت به د احتساب په عمل كښې خنډان نه راولاړوي٬ حكومت د اولس د هيلو ترجمان دے٬ نېب خپلواكه اداره ده٬ مونږ دا معلومات نه لرو چې د چا چا په ضد مقدمې روانې دي٬ ده ووئېل دا ټولې مقدمې د نواز شريف او شاهد خاقان عباسي په حكومت كښې جوړې شوې۔ د اطلاعات وزير ووئيل دواړو حكومتونو له د نېب په قانون كښې چې كوم سقم ؤ لرې كول پكار وو٬ مونږ د نېب په قانون پحقله د وړومبنۍ ورځې څخه ټاسك فورس جوړ كړې۔ ده ووئيل په تېرو لسو كالو كښې چې د اولس پېسه په كوم ډول خرڅ كړې شوې حساب بايد وركړې شي٬ څنګه د اېس اي سي پي٬ اېف بي آر چيئرمېن پشمول په مني لانډرنګ كښې ككړ كسان په كليدي چوكو لګولې شوې وٶ۔ ده ووئيل د سياست په پېل كښې چې كومو كسانو سره موټر سائيكلې وي اوس اته اته ګاډي لري٬ كله چې د ھغوي نه پوښتنه وشي نو د ايوان تقدس مجروح كېږي٬ ده ووئېل كومو خلقو چې د ديال سنګه كالج نه بهر بسونه اودرول ھغوي اوس د هاٶسنګ سوسائټو خاوندان جوړ دي۔ ده ووئيل دوي د سعد رفيق او شهباز شريف غم نه كوي دوي محسوسوي چې د دوي لمبر راروان دے٬ وفاقې وزير ووئېل دې خلقو سره كه حساب اونه كړې شي او د پاكستان پېسې بېرته رانوړلې شي نو تحريك انصاف به د حكومت كولو هېڅ حق ونه لري۔ وفاقې وزير ووئيل دوي دا ګڼل چې د كرپشن لائسنس لري